فکر زده کول یوازې تکرارولو او د تکرار له امله په یاد پاتې کېدو ته نه وایي. لکه د کیمیاوي فارمول تکرار او د تکرار له امله په یاد کې پاتې کېدل، لکه د اعدادو ضرب، د ژبې توري، شعر او داسې نور… دا ډول زده کړې ممکن تاسې سره تر لیسې پورې مرسته وکړي خو که خپل مسلک کې د لوړو زده کړو اراده لرئ نو تر هر څه مخکې مو د فکر پر ودې کار وکړئ. د فکر ودې لپاره تر ټولو لمړی باید د فکر د ډولونو په اړه ځان پوه کړو له هغې وروسته د خپل فکر وده تمرین کړو او په درېم ګام کې یې وکارو. په بنسټیزه توګه دوه ډوله فکر (د نیوکې فکر، د خلاقیت فکر) موجود ده. دا دواړه فکرونه یوازې د ستونزو په حل کې مرسته نکوي بلکې د پرېکړې کولو لپاره هم اړین دي. خپل فکر کې باید انعطاف مننونکي واوسئ. د نیوکې فکر که چېرې تاسې د نیوکې د فکر وړتیا لرئ په دې مانا ده چې تاسې د دې وړتیا هم لری چې فکر وکړی “ایا یو نظر د پلي کېدو وړ ده کنه؟” په عصري وخت کې هر څه ډېر په تېزۍ سره روان دي، یو څه طرحه کیږي خو د طرحې له پلي کېدو مخکې نورې طرحې او پروژې بشپړکیږي. که چېرې له دې تېز پرمختګ سره برابر ګام وانخلی نو ممکن ډېر وروسته ترې پاتې شئ او ستاسې
آی کیو (IQ) د Intelligence Quotient چې په پښتو کې ورته د هوښیارۍ ضریب ویلی شو، مخفف دی او د تعریف له مخې آی کیو یو عدد دی چې له مخې ېې د یوه شخص د عمر په تناسب د هغه د هوښیارۍ درجه یا وړوالی معلومیږي. د یوه نارمل شخص آی کیو د ۹۰ څخه تر ۱۱۰ پورې د تغیر وړ وي خو د ۱۲۰ څخه لوړه آی کیو په هغه کسانو کې موندل کیږي چې د هوښیاری کچه ېې بې سارې وي. د ۷۰ څخه ټیټه آی کیو په هغه کسانو کې لیدل کیږي چې معمولا د فکری پڅوالې سره لاس او ګریوان وي. د څیړنو له مخې تقریبا د نړۍ د ۶۸ سلنه خلکو آی کیو د ۸۵ او ۱۱۵ تر منځ ښودل شوې. د ټولې نړۍ یو سلنه خلکو آی کیو ۱۳۶ او یا له دې څخه لوړه ښودل شوې چې دا ډول خلک د خدای (ج) د خاص فضل څخه برخمن او د یوې خاصې او بې جوړې هوښیاری او تیز ذهن څښتن وي. په اوسط ډول په ټوله نړۍ کې د چاپان د خلکو آی کیو لوړه یعنې ۱۱۵ ښودل شوې چې ښاېې فردي آی کیو ېې یو څه د تغیر وړ وي یعنې ممکن د ځینو کسانو ېې له دې هم لوړه او د ځینو ېې له دې ټیټه وي. د ګوینس په کتاب کې (په دې کتاب کې د نړۍ عجایب ثبت کیږي) تر ټوله لوړه ثبت شوې آی کیو ۲۲۸ ښودل شوې ده چې په یوې امریکايي میرمنې مریلین وس ساو