آی کیو (IQ) د Intelligence Quotient چې په پښتو کې ورته د هوښیارۍ ضریب ویلی شو، مخفف دی او د تعریف له مخې آی کیو یو عدد دی چې له مخې ېې د یوه شخص د عمر په تناسب د هغه د هوښیارۍ درجه یا وړوالی معلومیږي. د یوه نارمل شخص آی کیو د ۹۰ څخه تر ۱۱۰ پورې د تغیر وړ وي خو د ۱۲۰ څخه لوړه آی کیو په هغه کسانو کې موندل کیږي چې د هوښیاری کچه ېې بې سارې وي. د ۷۰ څخه ټیټه آی کیو په هغه کسانو کې لیدل کیږي چې معمولا د فکری پڅوالې سره لاس او ګریوان وي. د څیړنو له مخې تقریبا د نړۍ د ۶۸ سلنه خلکو آی کیو د ۸۵ او ۱۱۵ تر منځ ښودل شوې. د ټولې نړۍ یو سلنه خلکو آی کیو ۱۳۶ او یا له دې څخه لوړه ښودل شوې چې دا ډول خلک د خدای (ج) د خاص فضل څخه برخمن او د یوې خاصې او بې جوړې هوښیاری او تیز ذهن څښتن وي. په اوسط ډول په ټوله نړۍ کې د چاپان د خلکو آی کیو لوړه یعنې ۱۱۵ ښودل شوې چې ښاېې فردي آی کیو ېې یو څه د تغیر وړ وي یعنې ممکن د ځینو کسانو ېې له دې هم لوړه او د ځینو ېې له دې ټیټه وي. د ګوینس په کتاب کې (په دې کتاب کې د نړۍ عجایب ثبت کیږي) تر ټوله لوړه ثبت شوې آی کیو ۲۲۸ ښودل شوې ده چې په یوې امریکايي میرمنې مریلین وس ساو