Skip to main content

ای کیو (IQ) څه ته وایې؟


آی کیو (IQ) د Intelligence Quotient چې په پښتو کې ورته د هوښیارۍ ضریب ویلی شو، مخفف دی او د تعریف له مخې آی کیو یو عدد دی چې له مخې ېې د یوه شخص د عمر په تناسب د هغه د هوښیارۍ درجه یا وړوالی معلومیږي. د یوه نارمل شخص آی کیو د ۹۰ څخه تر ۱۱۰ پورې د تغیر وړ وي خو د ۱۲۰ څخه لوړه آی کیو په هغه کسانو کې موندل کیږي چې د هوښیاری کچه ېې بې سارې وي. د ۷۰ څخه ټیټه آی کیو په هغه کسانو کې لیدل کیږي چې معمولا د فکری پڅوالې سره لاس او ګریوان وي.

د څیړنو له مخې تقریبا د نړۍ د ۶۸ سلنه خلکو آی کیو د ۸۵ او ۱۱۵ تر منځ ښودل شوې. د ټولې نړۍ یو سلنه خلکو آی کیو ۱۳۶ او یا له دې څخه لوړه ښودل شوې چې دا ډول خلک د خدای (ج) د خاص فضل څخه برخمن او د یوې خاصې او بې جوړې هوښیاری او تیز ذهن څښتن وي. په اوسط ډول په ټوله نړۍ کې د چاپان د خلکو آی کیو لوړه یعنې ۱۱۵ ښودل شوې چې ښاېې فردي آی کیو ېې یو څه د تغیر وړ وي یعنې ممکن د ځینو کسانو ېې له دې هم لوړه او د ځینو ېې له دې ټیټه وي.

د ګوینس په کتاب کې (په دې کتاب کې د نړۍ عجایب ثبت کیږي) تر ټوله لوړه ثبت شوې آی کیو ۲۲۸ ښودل شوې ده چې په یوې امریکايي میرمنې مریلین وس ساوانت پورې اړه لري. نوموړې میرمنې د آی کیو دا ریکارد د لس کلنۍ په عمر ټینګ کړی دی.

وراثت او جنتیکي عوامل تر ۸۰ سلنې پورې د آی کیو په زیاتوالي او کموالې کې رول لري، محیطې عوامل هم د آی کیو پر میزان تر یوې کچې خپل تاثیرات لرلای شي.

آی کیو د ټولنیزو روابطو سره ډیرې نژدي اړیکې لري او هر څومره چې د یوه شخص آی کیو لوړه وي په هماغه انډول ېې په ټولنه کې عمومي روابط تر نورو قوي وي او تل دا هڅه کوي چې په خپله ټولنه کې له خلکو سره حسنه اړیکې ولري.

د لوړې آی کیو خاوندان د پیچلو کارونو په کولو او د مغلقو موضوعات په حل کې ځانګړې وړتیا له ځانه ښيي. په هره اندازه چې د یوه شخص آی کیو لوړه وي په هماغه انډول ېې د اعتماد پر نفس کچه هم لوړه وي. د لوړې آی کیو په خاوندانو کې د خلاقیت قوه ډیره غښتلې وي او اړونده چارې ېې تل له نوښتونو سره مل وي.
هغه کسان چې آی کیو ېې د نارمل میزان څخه کمه وي، د ښوونځي او تحصیل سره علاقه نلري او برعکس د قانون خلاف کړنو او اعمالو سره ېې علاقه زیاته وي. دا ډول خلک د ژوند له کړاونو سره له مبارزې ډیر ژر ستړي کیږي او غواړي د ځان وژنې له لارې د ژوند کړاونو ته میدان پریږدي،

د آی کیو د معلومولو لپاره د آی کیو ټسټ څخه استفاده کیږي چې دا ټسټ په کال ۱۹۸۹ کې د امریکا د ساینس د پرمختیا اکادمی لخوا د شلمې پیړۍ د شلو ارزښتناکو کشفیاتو په نوملړ کې داخل شو.

د آی کیو د معلومولو لپاره یوه فورموله هم شته چې عبارت ده له: ذهني عمر تقسیم پر اصلي عمر ضرب د سل، د دې فورمولې خارج قسمت ته آی کیو واېې، یعنې:
IQ= Mental Age (MA)/ Chronological Age (CA)*100

زما د معلوماتو سره سم، تر اوسه زموږ په هیواد کې د آی کیو د معلومولو لپاره داسې خاصه اداره یا خاص میکانیزم وجود نلري. اوسمهال ډیری داسې ډول ویبپاڼې شته چې د آی کیو د معلومولو لپاره اړونده ټسټونه پکې په انلاین او وړیا ډول اخیستل کیږي چې له دې سره سره په داسې ډول سره د آی کیو معلومول تر ډیره د باور وړ نه ګڼل کیږي خو د یوې عمومي انګیزې لپاره ېې تر سره کول بې ګټې ندي. د بیلګې په ډول کولای شئ د لاندې ویبپاڼې څخه استفاده وکړئ:
http://www.iqtest.org.uk
څیړنو ښودلې چې په آسیاکې افغانان هم د لوړې آی کیو خاوندان دي.  د داسې ورځې په هیله چې د افغانانو له لوړې آی کیو څخه د هیواد په ودانولو او خپلو خلکو ته د خدمت په لاره کې ګټه پورته شي او نه دا چې بې له استفادې د جګړو او ناخوالو ښکار شي او یا ېې هم له لوړې آی کیو د هیواد په ورانولو او د خپلو خلکو په وړاندې د دسیسو په جوړولو کار واخیستل شي.
ډاکټر جاوید حبیبي


Comments

Popular posts from this blog

Big flag of Afghanistan

The third-largest flag in Asia, 45 meters long and 35 meters wide, was hoisted in Kandahar, Afghanistan.

فکر

  فکر زده کول یوازې تکرارولو او د تکرار له امله په یاد پاتې کېدو ته نه وایي. لکه د کیمیاوي فارمول تکرار او د تکرار له امله په یاد کې پاتې کېدل، لکه د اعدادو ضرب، د ژبې توري، شعر او داسې نور… دا ډول زده کړې ممکن تاسې سره تر لیسې پورې مرسته وکړي خو که خپل مسلک کې د لوړو زده کړو اراده لرئ نو تر هر څه مخکې مو د فکر پر ودې کار وکړئ. د فکر ودې لپاره تر ټولو لمړی باید د فکر د ډولونو په اړه ځان پوه کړو له هغې وروسته د خپل فکر وده تمرین کړو او په درېم ګام کې یې وکارو.   په بنسټیزه توګه دوه ډوله فکر (د نیوکې فکر، د خلاقیت فکر) موجود ده. دا دواړه فکرونه یوازې د ستونزو په حل کې مرسته نکوي بلکې د پرېکړې کولو لپاره هم اړین دي. خپل فکر کې باید انعطاف مننونکي واوسئ.   د نیوکې فکر که چېرې تاسې د نیوکې د فکر وړتیا لرئ په دې مانا ده چې تاسې د دې وړتیا هم لری چې فکر وکړی “ایا یو نظر د پلي کېدو وړ ده کنه؟” په عصري وخت کې هر څه ډېر په تېزۍ سره روان دي، یو څه طرحه کیږي خو د طرحې له پلي کېدو مخکې نورې طرحې او پروژې بشپړکیږي. که چېرې له دې تېز پرمختګ سره برابر ګام وانخلی نو ممکن ډېر وروسته ترې پا...

Hadith of the day

Jabir (RA) said: The Apostle of Allah (SAW) and his companions came to Makkah on the fourth of Dhu Al Hijjah. When they circumambulated the Ka’bah and ran between al Safa’ and al Marwah the Apostle of Allah said: Change this (Hajj) into ‘Umrah, except those who have brought the sacrificial animals with them. When the eighth of Dhul Al Hijjah came, they raised their voices in talbiyah for Hall. When the tenth of Dhul Al Hijjah came, they circumambulated the Ka’bah, but did not run between al Safa’ and Al Marwah.(Sunan Abi Dawud 1788)